د دارالصالحین ليليې زرونو اوسېدونکو محصلانو ته اصلاحي بیان وسو
د يکشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) اوسېدونکو محصلانو ته بیان وکړ او دغه راز ئې هغوی ته بېلابېلي اصلاحي لارښووني وکړې.
بيان چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کي شیخ صاحب د توبې کښلو او استغفار ويلو پر فضيلت خبري وکړې. هغه وویل، چي الله جل جلاله په قرآن کریم کي فرمایي: «ان الله يحب التوابين». ژباړه: الله جل جلاله هغه کسان خوښوي، چي ډېر توبه کاږي؛ نو له دې آیت څخه موږ او تاسو ته دا معلوميږي، چي انسان باید په دوامداره توګه الله جل جلاله ته توبه وکاږي، خپل عملونه د الله جل جلاله د امر او لارښوونو سره سم عیار کړي او له هر ډول ګناهو څخه ځان وساتي.
شیخ صاحب د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د يو حديث شریف په یادولو سره وویل: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شپه کي سل واره توبه کښله؛ نو دا دې ته اشاره کوي، چي توبه يوازي د ګناهو د بخښني له پاره نه ده؛ بلکي د انسان د روح او نیت د پاک ساتلو له پاره هم ضروري ده؛ توبه الله جل جلاله ته د انسان د عاجزۍ څرګندونه ده او خدای جل جلاله هغه توبه قبلوي، چي انسان بشپړ الله جل جلاله ته په هغې سره تسلیم سي او اسلامي شریعت په ځان کي په ښه توګه عملي کړي.
وروسته، شیخ صاحب د ریاء او د نیت د اصلاح اهمیت تشریح کړ؛ هغه وویل: خدای جل جلاله زموږ هغه عملونه نه قبلوي، چي ریاء پکښې يي، ریاء د عمل فضیلت له منځه وړي او انسان له ثوابه څخه محرومه کوي. شیخ صاحب همداراز د ځنکدن حالت، د قبر د برزخ حالت، د عباداتو فضیلتونه، د تکبر او غرور زیانونه، د پاکوالي ګټي او فضیلتونه تشریح کړل. هغه د عباداتو په اړه وویل: الله جل جلاله ته صادقانه عبادت انسان ته روحاني ځواک ورکوي او د الله په حضور کي ئې مقام لوړوي او تکبر د انسان روحاني او اخلاقي ژوند ته زیان رسوي.
په پای کي، شیخ صاحب محصلانو ته لارښوونه وکړه، چي خپل ټول ژوند په ادب، اخلاقو او د الله د لارښوونو سره سم تېر کړي، د خپلو ښوونکو، علماء کرامو او مشرانو احترام وکړي، او د خپل دیني او ټولنیز ژوند په ټولو برخو کي پاکوالی، صداقت، عاجزي او اخلاص مراعت کړي؛ په خپلو منځو کي همېشه شفقت وکړي او يو د بل قدر او احترام وکړي، وروسته شیخ صاحب تولو محصلانو ته دؤعا وکړه او مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٧/٥/٤