د خوړو نړۍواله ورځ ولمانځل سوه
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کي د همدې پوهنځي استاد پوهنیار ډاکټر محب الله ماکو د اکټوبر (۱۶ مه) د خوړو نړۍ والي ورځي اړوند علمي کنفرانس وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د طب پوهنځي رئېس، استادانو، محصلانو او مېلمنو ګډون درلود.
کنفرانس د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پېل سو، ورپسې د طب پوهنځي استاد پوهنیار محب الله ماکو کنفرانس پېل کړ؛ هغه د غذايي کومک پر پېژندني، غذايي اړتیاؤ، د هاضمي لاري له پاره د غذايي کومک پر محلولونو او اخطلاطاتو، د ناروغ پر څارني او داسي نورو مهمو موضوعاتو خبري وکړې.
د کنفرانس په پاى کښي د ګډونوالو و بېلابېلو پوښتنو ته هر اړخیز جوابونه وويل سول او کنفرانس د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.