د تکړه ليکوال او شاعر ارواښاد عبدالله ستوري په یاد غونډه وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۲۳
image



د کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي، د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استادانو او محصلانو د تکړه ليکوال او شاعر ارواښاد عبدالله ستوري یادغونډه جوړه کړه، چي پر مهال ئې د یادي څانګي د استادانو او محصلانو ترڅنګ، د عبدالله ستوري کشر ورور محیب الله محبوب، مېلمانه، فرهنګپالان، استادان او محصلان حاضر ول.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي آمر پوهنمل سیداحمد قانع د ارواښاد عبدالله ستوري د فرهنګي فعالیتو په اړه خبري وکړې، چي په خبره ئې ارواښاد عبدالله ستوري د کندهار په ادبي ډګر کي ډېره فعاله او پېژندل سوې څېره ده، چي د خپل ادبي فعالیت او خدمت په ترڅ کي ئې ۲۱ واره جایزې او ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي او په ډېرو مشاعرو کي ئې ګډون کړی او په خپل شعر او ترنم سره ئې مینه وال خوشحاله ساتلي ؤ.

ورپسې د يادي غونډي په ترڅ کي محصلانو، د ارواښاد عبدالله ستوري ژوندلیک، د ستوري شاعري ته لنډه کتنه، د ستوري شاعري د فورم او شکل له اړخه، د ستوري د شعر محتوا او پیغام او د ستوري په شاعري کي تلمیحات ته کتنه وکړه او په وروستیو کي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي د څلرم کال محصل علي احمد شیدا د شاعر ارواښاد عبدالله ستوري د (اولسۍ شاعري، آثر ته کتنه) په نوم مقاله د غونډو له ګډونوالو سره شریکه کړه.

له محصلانو وروسته، د کندهار د علامه حبیبي کتابتون مدیر حاجي نور احمد قرآن مل د ارواښاد ستوري خاطرې وویلې، ورپسې د ارواښاد ستوري د کورنۍ په استازولي محبوب الله محبوب خبري وکړې، هغه د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي له مسئولانو او د یادي غونډي له تنظیم کونکو څخه ځانګړې مننه وکړه.

په وروستیو کښي د پښتو څانګي استاد پوهنمل عبدالواحد کالون د غونډي ارزونه وکړه او یاده غونډه ئې مثبته وارزوله. وروسته غونډه د دؤعا په ويلو پای ته ورسېده.

نېته: ۱۴۰۳/۱۲/۴