د ترکي ژبي د زده کړي روزنيز ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۷:۷
d

۲۱/۷/۱۴۴۴

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت لخوا د ترکي ژبي د ابتدايه زده کړي دوه مياشتنی روزنيز ورکشاپ دائر سو.

د ورکشاپ د پېل په غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د محصلانو د خدماتو دانسجام امر سيد حکمت الله انيس، استادانو او د ورکشاپ ګډون والو ګډون درلود.

د غونډي په پېل کي د محصلانو د خدماتو دانسجام امر سيد حکمت الله انيس د ورکشاپ په اړه معلومات شريک کړه، نوموړي وويل وياړو چي د ۱۲۰تنو محصلانو لپاره د ترکي ژبي د ابتدايه زده کړي ورکشاپ دائروو؛

د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم بيا د علم پر اهميت بحث وکړ، نوموړي دا د ځوانانو لپاره ښه فرصت وګاڼه او د هغوی څخه يې د زياتو کوښښونو هيله وکړه، تر څو د دين او هيواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

وروسته د ورکشاپ علمي برخه پېل سوه.