د تدريس د مېتود د تخنيکي او مسلکي مهارتونو د زده کړي ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۵:۵۹
/

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز( PDC) لخوا د کندهار پوهنتون ۲۵ نويو ګمارل سوو استادانو ته د تدريس د مېتود د تخنيکي او مسلکي مهارتونو د زده کړي ورکشاپ دائر سو.

د ورکشاپ د پېل په غونډه کي د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د استادانو چارو امر پوهنمل محمد طاهر هاند، د مسلکي پرمختياي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي او استادانو ګډون درلود.

غونډه د قران کريم په مبارکو اياتونو سره پېل سوه.

د غونډي په پېل کي پوهنيار عبدالخالق چوپان نويو کامياب سوو استادانو ته مبارکي او ښه راغلاست ووايه، او د اسلامي ثقافت پر اهميت يې بحث وکړ.

په ياد ورکشاپ کي د پوهنتون پېژندني، اړوند پوهنځيو، ترفعياتو او تدريس مېتودونو اړوند معلومات د پوهنمل عطاء الله محمدي، پوهنمل محمدطاهر هاند،پوهنيار محمد وسيم حنيف او پوهنيار رحمت الله عظيمي لخوا وړاندي سول.