د تحصیلي بنسټو له نشراتي مسئولانو سره د همږغۍ آنلاین ناسته وسوه

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۳۷
image


د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب په مشرۍ د تحصیلي بنسټو د نشراتي مسئولانو سره د همږغۍ آنلاین ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د ياد وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست رئېس، د وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي، د هيواد د ټولو دولتي تحصیلي بنسټو نشراتي مسئولان او د کندهار پوهنتون د نشراتو، عامه پوهاوي او اړيکو آمريت آمر نذيراحمد قادري هم حاضر وو.

د ناستي په پېل کي، مالي او اداري معین د مطبوعاتو پر ارزښت خبري وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي خبرونه باید په خپل وخت او کره ډول خپاره سي؛ هغه وویل: چي هر ډول نشرات باید د اړوندو مسئولانو له تائید وروسته وسي او هم باید د وزارت له نشراتي پالیسۍ سره په همږغي کي يي.

د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئېس حافظ انجنیر روح الله روحاني د تحصیلي نهادو نشراتي مسئولانو ته سپارښتنه وکړه، چي د خپل ولایت له رسنیو او ژورنالیسټانو سره نږدې اړیکي وساتي او د تحصیلي فعالیتو په هکله خپل اولس ته په شفاف ډول معلومات وړاندي کړي.

همدا راز د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د پوهنتونو د ویب پاڼو پر غني کولو ټینګار وسو او په ویب پاڼو کي د سته ستونزو په اړه خبري وسوې؛ وروسته په پای کي د تحصیلي بنسټو نشراتي مسئولانو د خپلو ستونزو او وړاندیزونو په اړه پوښتني وکړې، چي د لوړو زده کړو وزارت مسئولانو جوابونه ور ته وويل.

دا ناسته د تحصیلي بنسټو د نشراتي همږغۍ د لا پیاوړتیا په موخه وسوه، چي پکښي د کندهار پوهنتون د نشراتو، عامه پوهاوي او اړيکو آمریت آمر هم ګډون کړى وو او خپل اړوند موضوعات ئې د وزارت له مسئولانو سره شريک کړل.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۸