د بنسټېزو او ساختماني چارو رئیس او ورسره پلاوي د کندهار پوهنتون له مسئولینو سره وکتل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۵
/

د ۱۴۰۰ل.کال د مرغومي د مياشتي پر ۲۸ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د بنسټيزو او ساختماني چارو رئېس کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي د کندهار پوهنتون له مسئولینو سره د يوې غونډي په ترڅ کي وليدل.په دې ليدنه کي د لوړو زده کړو وزارت د بنسټیزو او ساختماني چارو رئېس قاضي عبدالعزيز عزيزي او ور سره پلاوي، د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده، علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد، د مالي او اداري چارو مرستيال انجنېر محمد ناصر نيکزاد، د پوهنځيانو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.په ليدنه کي تر معرفت او پېژندګلوي وروسته د لوړو زده کړو وزارت د بنسټیزو او ساختماني چارو رئېس قاضي عبدالعزيز عزيزي وويل، چي زموږ د راتګ اصلي موخه په کندهار پوهنتون کي د ساختماني پروژو څخه له نزدې ليدل، ارزيابي کول او له رهبر سره ئې د راپور شريکول دي.همدارنګه هغه په خپلو خبرو کي وويل، چي له دې ارزوني څخه هدف د پوهنتونو د پېل له پاره چمتوالی نيول دي.د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چي د کندهار پوهنتون استادان اماده دي، چي نظام ته په هر برخه کي لازمي مشورې ورکړي او د هيواد د پياوړتيا او پرمختګ له پاره شپه او ورځ کار وکړي.د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد هم راغلي پلاوي ته د کندهار پوهنتون اړوند په درو  کېمپسونو کي د مځکو غصب، د ساختماني پروژو ډېر ځنډ، د تاسيساتو د کمښت، د معیاري ټولګیو د نستوالي او د ۱۳۹۹ل.کال د درو غټو منظور سوو پروژو: لکه د کادري روغتون تعمير، د فعلي کېمپس د سړکانو قيرريزي او د عينو مېني د کېمپس احاطوي دېوال په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل.د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال انجينر محمد ناصر نيکزاد له راغلي پلاوي څخه د څېړنيز مرکز د جوړي سوي ودانۍ د سپارلو وړانديز وکړ او زياته ئې کړه، چي ياده ودانۍ د کندهار پوهنتون د استادانو د اکاډيميکو فعاليتونو له پاره خورا مهمه ده. وروسته راغلي پلاوي د کندهار پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چي ستونزو او وړاندیزونو ته به ئې په لوړه کچه د حل په موخه هر اړخیزي هڅي وسي او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

کندهار پوهنتون د (مونوګراف پر شکلي او ليکني جوړښت) باندي روزنيز ورکشاپ دائر کړ

کندهار پوهنتون د خپلو علمي روزنيزو ورکشاپو په لړ کښي او د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر اساس د (مونوګراف پر شکلي او ليکني جوړښت) باندي اول، پرله پسې اتم روزنيز ورکشاپ دائر کړ؛

ياد روزنيز. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولايت د ابراهيم النخعي تخصصاتو جامعې د طالبانو د جذب له پاره آزموينه واخيستله سوه

د۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذی القعدې پر (۱۰مه) د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومی تالار کي د آزمويني ملي ادارې د کندهار ولايت د ابراهيم النخعي تخصصاتو جامعې د طالبانو د جذب له پاره ازموينه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه علمي سيمينار جوړ کړ.

نامه علمي سيمينار جوړ کړ.

د (۱۴۴۴ هـ.ق) کال د ذی القعدې پر (۱۲مه) د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو علمي سيمينارونو په لړ کښي د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه. . .

BACK TO NEWS