د برېښنايي زدهکړو کمېټې نوبتي غونډه جوړه سوه

د برېښنايي زدهکړو د کمېټي نوبتي غونډه د کمېټي د مرستيال پوهنمل عطاء الله محمدي په مشري د یادي کمېټې د غړو سره وسوه.
د غونډي په پېل کي د کمېټي مرستيال پوهنمل عطاء الله محمدي د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او د هغوی څخه ئې مننه وکړه چي په ياده غونډه کې ګډون وکړ؛
په جوړه سوې غونډه کښي د برېښنايي زده کړو، د ويډيوي درسونو د ثبت ورکشاپ، د غونډو د راپورونو، د ربعوارو او کلنيو پلانونو او راپورونو او د کمېټو د کتابونو او دوسيو په اړه بېلابيل بحث وسو او د کمېټو د کتابونو او دوسيو پر نوي کولو خبري وسوې.
د دې تر څنګ په غونډه کښي د داخلي او نړۍوالو کورسونو پر ثبت او نشرولو باندي هم بحث وسو او د پوهنځيو د برېښناني زده کړو د کمېټو د غړو غوښتني واورېدلي سولې، چي په دې اړه د PDC د آمر له لوري ډاډ ورکول سو، چي د کورسونو د ثبت په برخه کښي به لازم ورکشاپونه دائر کړل سي.
په غونډه کي پرېکړه وسوه چي د برېښنايي زده کړو کمېټه به عمومي پلان جوړ کړي او د پوهنځيو د برېښنايي زده کړو کمېټې به هغه ته په کتلو خپل پلانونه جوړ او کمېټي ته وسپاري.
غونډه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.