د بد اخلاقي څخه د ځان ساتني په نوم علمي سيمینار وړاندي سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۲۳
/

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون دعوت ارشاد آمریت د محصلانو د فکري روزني او د اسلامي پوهي د لوړاوي په موخه، په تېره ېوه اونۍ کښي د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلانو ته د بد اخلاقي څخه د ځان ساتني په نوم؛ څلرم علمي سيمینار وړاندي کړ.

د یادو سیمینارو په لړ کښي وروستۍ سیمینار ئې د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځئ د جغرافیې څانګي محصلانو ته وړاندي سو، سيمینار چي د تل په څېر د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد م. میرویس حامد د بد اخلاقي تعریف، د بد اخلاقي مثالونه او د بد اخلاقي څخه د ځان ساتني حل لاري بیان کړې او بيا ئې د اړوندي موضوع په اړه په ورځني ژوند کښي څو بېلګي وړاندي کړې.

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.