د اډاب ایلسټرېتر (Adobe illustrator) پروګرام د زده کړي دوه میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي اړوند د رسنيو عملیاتي مرکز په آمريت کښي، د يادي پوهنځي د دوهم ټولګي (۴۵) محصلانو ته، د رسنیو د عملیاتي مرکز د مطبعې مدیر جواد جویا، د اډاب ایلسټرېتر (Adobe illustrator) پروګرام ورکشاپ پای ته ورساوه.
په یاد ورکشاپ کښي محصلانو د ۶۰ ورځو په موده کي د اډاب ایلسټرېټر پېژندنه، انسټالېشن، بېلابېل ډیزاینونه (بروشور، پېژندني کارټ، تصدیق پاڼي، لوګو، ورځ پاڼي) او دغه راز ئې نور مهم موضوعات پکښي وویل.
د يادوني وړ ده، چي د رسنيو عملياتي مرکز دا (۳۶) ورکشاپ دئ، چي محصلانو ته ئې د هغوی د لا ښه پوهاوي له پاره د عملي زده کړو په موخه دائروي.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۸