د المکتبة الشاملیة ورکشاپ دائر سو
د المکتبة الشاملیة ورکشاپ دائر سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، یاد مرکز د خپل پلان پر اساس، د شرعیاتو پوهنځي د استادانو پوهنمل عزیز الرحمن عزیز صاحب او پوهنیار عثمان غني یوسفي صاحب په همکاري د (المکتبة الشاملیة) ورکشاپ دائر کړ، چي پر مهال ئې د شرعیاتو پوهنځي استادانو، د ښووني او روزني پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګي استادانو او محصلانو ګډون درلود.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو؛ په شروع کښي د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر محترم پوهندوی عصمتالله عثماني ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: د مسلکي پرمختیايي مرکز مسئولیت دا دئ، چي د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره بېلابېلي علمي او مسلکي برنامې تنظیم کړي او هم ئې له خپله اړخه جوړي کړي، چي د همدې لړۍ په دوام دا ورکشاپ هم د (المکتبة الشاملیة) د مهارتو او کاروني په اړه دائر سوی دئ؛ هغه زیاته کړه، چي المکتبة الشاملیة د اهل السنة والجماعت یو معتبر برېښنایي کتابتون دئ، چي د اسلامي علومو زرونه کتابونه پکښي سته او د علمي څېړنو او مطالعاتو له پاره ډېره مهمه سرچینه بلل کیږي.
ورپسې د ورکشاپ روزونکو په یوه جوړ سوي پرېزینټېشن کښي د المکتبة الشاملې پېژندنه، د استعمال طریقې، د لټون مهارتونه، د کتابو د استفادې آسانتیاوي او د دې برېښنایي کتابتون ګټي ګډونوالو ته تشریح کړې؛ او په اړوندو برخو کښي علمي کار هم وسو؛ تر څو د المکتبة الشاملې د کاروني تجربه هم ګډونوال ترلاسه کړي.
وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶