د افغان ترک عالي لېسې شاګردانو ته ېو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۶
/

د کندهار پوهنتون او افغان ترک عالي لېسې د تفاهم له مخه د همدې لېسې زده کوونکو ته (د ځوانانو مسئولیت په اسلام کي) ېو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار د کندهار پوهنتون استاد شراف الدین کمال وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د افغان ترک عالي لېسې مسئول هارون دیزي ایري، د همدې لېسې استادانو، کارمندانو او زده کوونکو ګډون درلود.

یاد سیمینار د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پېل سو، ورپسې د افغان ترک عالي لېسې مسئول هارون دیزي ایري وینا وکړه؛ هغه د کندهار پوهنتون له مسئولانو او ورغلو استازو څخه مننه وکړه، چي د دوی زده کوونکي په دیني او ملي روحیه روزي، ورپسې استاد شراف الدین کمال سیمینار پېل کړ، هغه په اسلام کي د ځوانانو پر مسئولیت، د ځوانانو اخلاق په اسلام کي، ټولنیز نزاکتونه او داسي مهمو مسایلو خبري وکړې.

د ياد سیمينار په پای کښي د ټولو ګدونوالو پوښتنو ته مفصل جوابونه وویل سول او سيمینار په دؤعا سره پای ته ورسېد.