د اطاعت او ېوالي له برکته اسلامي او شرعي نظام یوځلي بیا حاکم سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۰:۵۷
/

یاده څرګندونه د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون طب پوهنځي له پاره د آمرانو د اطاعت په نوم جوړ سوي دیني ـ علمي سیمینار کښي وکړه؛ یاد سیمیار چي دعوت او ارشاد آمریت جوړ کړى و، پکښي د طب پوهنځي مسئولانو، استادانو او محصلانو ګډون درلود.

 

ياد سيمينار، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سو؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم په خپلو خبرو کښي د الله جل‌جلاله، رسول صلى الله عليه وسلم او د وخت د امیر پر اطاعت او پیروي هراړخیزه رڼا واچوله او وې (وه ئې) ویل؛ د دې نظام پرمختګ او بریالیتوب په اطاعت او پیروي کښي دئ؛ نو موږ او تاسي ټولو ته په کار دا ده؛ تر څو د مشرانو د پرېکړو اطاعت لا نور وکړو او دغه راز په خپلو منځونو کي هر کله یووالی او همږغي ولرو.

 

ښاغلي عاصم د طب پوهنځي د مسئولانو او استادانو ټولي هڅي وستایلې، او مننه ئې ځني وکړه، چي د محصلانو رورنه ئې په پوره اخلاص سره کړې؛ هغه وویل: لوړي زده کړي او عالي تحصيلات په هيواد کي خورا مهم رول لري او په دې ډکر کي ډېر زيات کار او هڅو ته اړتيا سته؛ ځکه د دې هيواد د ځوان نسل سالمه روزنه زموږ او ستاسي مسئوليت دئ.

وروسته سيمينار د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

دوشنبه:۱۴۴۵/۵/۶

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت