د اختري احکام وړاندي سول
د اختري احکام وړاندي سول
د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو، په نوبتي ډول، د انجنیري او ښووني روزني پوهنځيو استادانو او کارکوونکو ته د اختري (قربانۍ) د احکامو په اړه معلومات وړاندي سول.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په سر کښي د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ محترم سبحان الدین سجاد صاحب د اختري پېژندنه، د وجوب دلایل، تاريخ، بېلابېل احکام او د اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او هم ئې د ګډونوالو و پوښتنو ته جوابونه وویل.
د یادولو وړ ده، چي ياده موضوع به په نوبتي ډول د پوهنتون د نورو پوهنځیو له علمي او مرکزو له اداري کهول سره شريکه سي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱