د اثر د تصحیح پر لارو چارو ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۷:۹
image



د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر او د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد، پوهنمل عطاءالله محمدي د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د اثر د تصحیح پر لارو چارو ورکشاپ دائر کړ، چي پر مهال ئې ګڼ شمېر محصلان حاضر ول.

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوتولو وروسته پېل سو؛ په سر کښي ښاغلي محمدي وویل: کله چي د اثر تصحیح کیږي؛ باید په مناسب وخت کښي وسي؛ په آرام ذهن وسي؛ ځای باید مناسب یي؛ د پلان سره سمه باید تصحیح وسي؛ هره ورځ وسي او څو - څو واره تصحيح وسي.

تر پرېزینټېشنن وړاندي کولو وروسته ئې د یادو لارو چارو د عملي کولو په موخه د ېوه اثر د څو مخو تصحیح هم وکړه او ګډونوالو ته ئې د تصحیح لاري چاري په عملي ډول ور وښوولې.

د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۷