د ECG دوه مياشتنی روزنيز
د مستشفی عمر په تدريسي روغتون کي د ECG دوه مياشتنی روزنيز کورس پيل سو
د کندهار پوهنتون اړوند د مستشفی عمر په تدريسي روغتون کي د ياد روغتون د داخله څانګي متخصص ډاکټرعبدالمتين رحيمي، د ياد روغتون د ټولو معالجو ډاکټرانو له پاره د زړه د برقي ګراف (ECG) دوه مياشتنی تدريسي او عملي کورس پيل کړ.
د مستشفی عمر تدريسي روغتون رئيس ډاکټر احمد شاه عمر د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وويل: ياد کورس د دې له پاره دائر سوی دئ، چي معالج ډاکټران د زړه د ناروغيو د تشخيص په برخه کي لا زيات عملي مهارتونه ترلاسه کړي او د ECG د لوستلو او تحليل وړتياوي ئې لوړي سي. د هغه په خبره؛ په نژدې راتلونکي کي به د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل مطابق د زون په کچه لا نور هم زيات عملي او علمي روزنيز پروګرامونه پيل سي، چي دا به د طبي کادرونو د ظرفيت لوړولو او د روغتيايي خدمتو د کيفيت ښه کولو په برخه کي يو مهم او اغېزناک ګام يي.
د ښاغلي عمر په وينا: د کندهار پوهنتون اړوند د مستشفی عمر تدريسي روغتون مسئولان هڅه کوي؛ تر څو ټولني ته د روغتيايي چوپړو د وړاندي ترڅنګ، د طب پوهنځي محصلانو ته هم د معیاري تدريسي چاپېريال په رامنځ ته کولو سره د هيواد روغتيايي نظام ته وړ او مسلکي ډاکټران وړاندي کړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۳