ثناء خصوصي ښوونځي

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۱:۵۱

د ثناء خصوصي ښوونځي زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

په کندهار کي د ثناء خصوصي ښوونځي د اتم او نهم ټولګيو ٤٣ زده کوونکو، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون، د انجينري پوهنځي اړوند د مطالعې پارک، د هوا پېژندني مرکز، د ټولو پوهنځيو، عمومي لابراتوار او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم ئې په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د ليدني په پيل کي د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمر محترم نذيراحمد قادري لومړی ټولو زده کوونکو ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار پوهنتون پېژندني سیمینار ئې ورته وړاندي کړ، چي په هغه کښي د کندهار پوهنتون تاريخچه، د ټولو پوهنځيو پېژندنه، د آمریتو پېژندنه، د ماسټرۍ برنامې او د کندهار پوهنتون د علمي او خدماتي مرکزو په اړه معلومات پکښي راغلي ول.
 بيا د برېښنایي کتابتون عمومي مدير نوراحمد قرآن مل د علامه حبیبي کتابتون د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل؛ زده کوونکو ته ئې د ژوند په نورو برخو کښي نېکي او ښې لارښووني وکړې او هغوی ئې مطالعې کولو ته تشویق کړل. 

په وروستیو کښي راغلو زده کوونکو ته، د کندهار پوهنتون عمومي لابراتوار هم ور وښوول سو او هم په ياد لابراتوار کي علمي تجریبې ورته وسوې. زده کوونکو د کندهار پوهنتون د مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوى ښه هرکلى ئې وکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۱