اقتصاد پوهنځي د فوټبال د بازيو وروستۍ جام وګوټ
د کندهار پوهنتون په ورزشي لوبغالي کښي، د فوټبال د پای لوبه وسوه، چي اقتصاد پوهنځي د انجینېري پوهنځي په ماتولو سره د فوټبال وروستى جام وګوټ.
د ورورولۍ او ېووالي په نوم د فوټبال دغه سیالۍ، چي د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت په هڅو د محصلانو د تشویق په موخه د پوهنځیو تر منځ پېلي سوي وې، د پای لوبه ئې په بریالیتوب سره پای ته ورسېده، چي په مراسمو کښي ئې د پوهنځیو مسئولان، استادان او سلونه محصلان حاضر ول.
د اقتصاد پوهنځي او انجینېري پوهنځي ترمنځ د فوټبال پایلوبه د مينه والو له خوا ډېره تشويق کېدله او هیڅ یوې لوبډلي د لوبي تر پایه ګول ونه واهه او پایلوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پایته ورسېده؛ خو له هغه وروسته پینالټۍ شوټ ووهلي سوې او په پینالټیو کي د اقتصاد پوهنځي لوبډلي بریا خپله او دغه جام ئې په خپل نامه کړ. د دې سیالیو مسئولانو په وروستیو کښي د مقام ګټونکو لوبډلو ترڅنګ ځينو غورو لوبغاړو ته هم جایزې ورکړلې.
د يادولو وړ ده، چي په يادو بازيو کښي، د ښووني او روزني پوهنځي ب لوبډلي درېیم مقام خپل کړ.