استادانو او اداري کارمندانو ته د ګناهو د تاوانو په نوم سیمینار وړاندي سو
د سې شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین د غونډو په تالار کښي، لسونه استادانو او اداري کارمندانو ته دعوت ارشاد آمریت د ګناهو د تاوانو په نوم علمي سیمینار وړاندي کړ.
سيمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېل سو؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد م. نقیب الله فاروقي د ګناه تعریف، د ګناه اُخروي او دنیاوي تاوانو او د ګناه ډولونو باندي ئې بحث او خبري وکړلې.
اُستاد م. نقیب الله فاروقي وویل: د ګناه ستر تاوانونه دا دي؛ چي په رزق کښي کموالی راځي؛ د انسان د عمر برکت له منځه وړي؛ انسان ته د مصیبتونو مخ کېږي؛ د انسان د غم او خپګان لامل ګرځي او داسي نور سلونه تاوانونه دي، چي ېو نېک عمل کس باید په کلکه ځان ور څخه وساتي.
وروسته سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.