مرکزي لابراتوار
د مرکزي لابراتوار پېژندنه
په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار تر جوړېدو مخکي د محصلينو د علمي کچي د لوړولو په موخه عملي تجربې د پوهنځيو په وړو لابراتوارونو کي سرته رسېدلې. دغه کوچني لابراتوارونه د پوهنتون په ښوونه او روزنه او انجنيري پوهنځيو کي شتون درلود، چي د ظرفيت له مخي ډېر واړه او د زياتو محصلينو د ځايولو محدوديتونه په ټولو پوهنځيو کي موجود وه او د يوه پراخ لابراتوار د جوړېدو اړتيا ډېره احساسېدله.
چي په نتيجه کي د پوهنتون د ماسټرپلان سره سم په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار د جوړېدو کار په ۱۳۹۰هـ ش کال (۲۰۱۱ عيسوي کال) کي د کاناډا هيواد په مالي مرسته داګري ټيم ادارې له لوري پيل او په ۱۳۹۱ هـ ش کال (۲۰۱۲ عيسوي کال) کي ئې د جوړېدو ټولي چاري پای ته و رسېدلې او ګټي اخيستني ته اماده سو.
نوموړی لابراتوار په دوه پوړه کی ودان سوی او د لاندي اسانتياوو درلودونکی دی:
لومړی پوړ
- سيول څانګه
- هايدرالکس څانګه
- انرژي څانګه
- نوم ليکني يا رجسټر له پاره پراخه ساحه
دوهم پوړ
- لابراتوار آمريت
- کېميا څانګه
- بيالوژي څانګه
- فزيک څانګه
- زېرمتون
پورتنۍ ذکر سوي ټولي څانګي په بشپړه توګه د کار له پاره چمتو او تر ډېره دبېلا بېلو پوهنځيو د کوچنيو لابراتوارونو څخه مسلکي سامانونه اړونده څانګو ته انتقال سوي دي.
لېرلېد
د کندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار به د افغانستان او سيمي په کچه يو نمونه لابراتوار وي ترڅو وټولني ته داسي مسلکي کادرونه په عملي برخه کښي وروزي چي د خپل مسلک اړوند ټولني ته د نړيوالو معيارونو سره سم خدمات وړاندي کړي.
رسالت
د کندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار د عملي نوښتونو، اقتصادي پرمختيا او ټولنيز پرمختګ له پاره يو کتلست دی.
مرکزي لابراتوار هڅه کوي چي د ټولني د سوکالۍ له پاره خاص تمرکز پر علمي او مثمرو تجربو باندي وکړي.
موخي
- په پوهنتون کي د عملي کارونو پياوړتيا.
- د محصلانو استعداد لوړول او د عملي کار سره اشناکول.
- د پوهنځيو د تد ريسي نصاب معيار په نظرکي نيول.
- د پوهنځيو د عملي کارونو پياوړي کول او پراخول.
- د محصلينو د عملي زده کړو معياري کول.
- د پوهنځيو په عملي ساحه کی دستونزوله منځه وړل.
- ټول محصلين د نوي او عصري ماشين الاتو سره اشناکول.
- د علمي قدرونو له پاره په تخصصي رشته کي لابراتواري اسانتياوي برابرول.
- مرکزي لابراتوار هڅه کوي چي ټولي لابراتواري کړني په معياري توګه سرته ورسوي.
- د کندهار د خلکو او پروژو عملي کار په معياري ډول سره په لابراتوار کي اجراء کول.
- د محصلينو د اړتيا او ضرورت پر اساس لابراتواري لارښووني برابرول تر څو عملي علمي لاسته راوړني ولري.
- محصلينو ته د زده کړي داسي چاپيريال رامنځ ته کول ترڅو د عملي کړنو رښتنې پوهه ترلاسه کړي او ځان ډاډمن، ژمن او د منلو وړ فارغ کړي.
مرکزي لابراتوار له تاسيس څخه تر اوسه پوري د هيواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په خورا سختو امنيتي،سياسي او اقتصادي شرايطو کي خپل کار ته دوام ورکړی او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو (ښووني او روزني او انجنيري) څخه په مختلفو برخو کي محصلين روزلي دي.