د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۲:۱
د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو په تالار کښي مشورتي غونډه وسوه.

غونډه د قران کريم په مبارکو آياتو پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم پیلیزه وینا وکړه، هغه محصلانو ته د نظري درسو د پایته رسېدو مبارکي وویله او طبابت ئې د پیغمبرانو میراث وباله او په دې برخه کښي ئې د محصلانو له پاره د آسانتياؤ رامنځته کولو، د هغوی په مربوطه ولایتو کښي د ستاژ زمینې مساعدولو او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او هم ئې د دوی ټولو غوښتنو ته مثبت جواب ووایه.

ورپسې د طب پوهنځي رئېس پوهنمل ډاکټر نجیب الله رحیمي وینا وکړه، هغه له محصلانو وغوښتل؛ تر څو د ماسټرۍ، تخصص او دوکتورا ترکچي زده کړو ته ادامه ورکړي او په دې سره د هیوادوالو ستونزو ته حل لاري پیدا کي؛ همداراز هغه د محصلانو پر روان ستاژ زیات تمرکز کول او کیفیت ته ئې لا کار کول په خپلو مهمو اهدافو کښي یاد کړل.

د غونډي په جریان کښي د همدې پوهنځي بېلابېلو استادانو او محصلانو هم هر اړخیزي ویناوي وکړې.

د یادوني وړ ده، چي د غوندي په وروستۍ برخه کښي د شپږم صنف (۹۰) محصلانو د خپلو نظري درسو د پای ته رسېدو په مناسبت، د کیک پرې کولو ځانګړي مراسم ترسره کړل او غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS