د وخت پر ارزښت او د مسئولیتو د لا ښه ترسره کولو په اړه بيان وسو او د اميرالؤمنين حفظه الله فرمان تشريح سو

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۸
https://whatsapp.com/channel/0029VaIZiPUJ3juwN3bUhA0T/2707

د وخت پر ارزښت او د مسئولیتو د لا ښه ترسره کولو په اړه بيان وسو او د اميرالؤمنين حفظه الله فرمان تشريح سو

 

د کندهار پوهنتون په مسجد کښي، د دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخه؛ د پوهنتون ټولو اداري او خدماتي کارکوونکو ته، د پوهنتون رئيس شیخ مولوي صاحب محمد عبدالرحمن غزنوي د وخت پر ارزښت او د مسئولیتو د لا ښه ترسره کولو په اړه بیان وکړ.

بیان چي لومړی د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سو، په سر کښي د پوهنتون رئيس شیخ مولوي صاحب محمد عبدالرحمن غزنوي وويل: د خوشحالۍ ځای دئ، چي موږ او تاسي په یوه علمي کور کښي مسئولیت لرو او د علمي چارو د پرمختګ او خدمت په برخه کښي کار کوو؛ نو له همدې امله زموږ اعمال، کړه‌ وړه، سیرت او صورت باید له نورو سره توپیر ولري او ټولي چاري مو د اسلامي شریعت مطابق ترسره سي؛ پوهنتون ته د راتګ پر مهال باید زموږ نیت د مسلمانانو خدمت او د الله تعالی د رضا ترلاسه کول او خپلو دندو ته د عبادت په سترګه کتل يي؛ په خپلو چارو کښي باید پوره اخلاص ولرو، له خپل وخت څخه سالمه او ګټوره استفاده وکړو او هغه وخت، چي موږ نظام ته د خدمت له پاره په اختیار کښي ور کړی دئ، یو امانت وبولو او د ادارې چارو ته په رسمي وخت کښي لا نوره توجه وکړو؛ پر وخت باید ادارې ته حاضر سو، د کار تر پای پوري خپل مسئولیت په سمه توګه ترسره کړو، د وخت پابندي د مسئولیت یوه مهمه برخه ده او هر کارمند باید د خپل وخت او ورسپارل سوي مسئولیت په اړه حساس وي؛ دغه راز د خپلو امیرانو او مسئولانو لا اطاعت وکړو؛

وروسته ښاغلي غزنوي صاحب، د وخت پر ارزښت د قرآن کریم او احادیثو په رُڼا کښي بحث وکړ او وخت ئې د الله تعالی له طرفه د انسان له پاره یو ستر امانت ياد کړ، چي په خبره ئې: د قیامت په ورځ به د وخت په اړه حتمن پوښتنه کیږي؛ که ټوله دؤنیا له خپلو مادیاتو سره یو ځای د انسان په واک کښي يي، بیا هم د تېري سوي یوې ثانیې د بېرته راګرځولو او رانیولو قدرت نه لري؛ نو له وخت څخه سالمه او ګټوره استفاده د انسان ډېره مهمه ده؛ هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک حدیث یادونه هم وکړه، چي پنځه شیان تر پنځو شیانو مخکي غنیمت وګڼئ: ځواني مو تر زړښت مخکي، روغتیا مو تر ناروغۍ مخکي، شتمني مو تر فقر مخکي، وزګارتیا مو تر مصروفیت مخکي او ژوند مو تر مرګ مخکي.

 

وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب فضل احمد فضلي د وخت څخه د سالمي استفادې، په خپلو چارو کښي پر لا ښه اخلاص، کار ته د عبادت په سترګه کتل، پر خپلو وعدو وفا کولو او د راسپارل سوو امانتو د ساتني پر اهمیت خبري وکړې؛ دغه راز ئې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د ازالې په برخه کښي د مسئولیت د نور احساس او د خپلو دندو په ترسره کولو کښي د اسلامي اصولو د لا نور رعایت غوښتنه وکړه.

وروسته هغه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی هغه فرمان هم تشريح کړ، چي اداري کارکوونکو ته بېلابېلي لارښووني پکښي سوي دي.

نېټه: ۱۴۴۸/۲/۲۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت