د کندهار پوهنتون آمرانو او اداري کارکوونکو خپل علمي سېر په بریالیتوب سره پای ته ورساوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۳۸
image


د کندهار پوهنتون آمرانو او اداري کارکوونکو، لس ورځنی علمي سېر، چي د (١٤٤٧/٢/٩هـ.ق) کال پېل سوی وو، د زابل، غزني، کابل، پولي تخنیک، سمنګان، بلخ، بدخشان، کندز او بغلان پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو څخه لیدنه وکړه او هلته ئې د یادو تحصیلي بنسټو د مسئولانو سره تر ناستو وروسته، له بېلابېلو ادارو او کارکوونکو سره وکتل او خپلي تجربې، مشورې او وړاندیزونه ئې له ېو بل سره شریک کړل.
همداراز د کندهار پوهنتون آمرانو او اداري کارکوونکو د خپل لس ورځنی علمي سېر پر مهال د ځينو تاریخي ځایو او ملي پروژو (د مرحوم لوی ملا صاحب رحمه‌الله د مقبرې، د بلخ ولایت اړوند د روضې شریفي، په بلخ اولسوالۍ کي د جنګي کلا، له تاریخي ځایو او تاریخي ابداتو، حیرتان لاري ته څېرمه د لومړني تحریک د شهیدو سوو طلباء کرامو له ډله ئيزي مقبرې، د هیواد په سطحه د ملي پروژې قوشتیپې کانال، د اوزبکستان او افغانستان ترمنځ له سرحدي پُل او ځينو نورو تاریخي او ملي پروژو څخه هم لیدنه وکړه او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل.
د کندهار پوهنتون آمران او اداري کارکوونکي، د بلخ ولایت د محترم والي الحاج ملامحمدیوسف وفا صاحب او د کندز محترم والي محترم حاجي ملا محمد خان (دعوت حاجي صاحب) او دغه راز، د زابل لوړو زده مؤسسې د محترم رئېس، د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې د محترم علمي او محصلانو چارو مرستیال، د کابل پوهنتون د محترم رئېس، د پولي تخنیک پوهنتون د قدرمن رئېس او د علمي چارو د محترم مرستیال، د کندز پوهنتون د محترم رئېس او مرستیالانو، د بدخشان پوهنتون د محترم رئېس او مالي او اداري چارو د مرستیال او د بغلان پوهنتون د کارکونکو چارو د محترم آمر څخه ځانګړې مننه کوي، چي په خپلو اړوندو مرکزونو کي ئې د دوی ښه مېلمه پالنه وکړه او دوى ته ئې په خپلو برخو کښي معلومات ورکړل.
نېټه: ۱۴۴۶/۲/۲۲