د غزني، کابل او پولي تخنیک پوهنتونو څخه لیدنه وسوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۲
image

د کندهار پوهنتون آمرانو او اداري کارکوونکو، د دعوت او ارشاد د محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب په مشري، د علمي سېر پر مهال، د غزني پوهنتون د رئېس محترم مولوي عبدالواسع منصور صاحب، د کابل پوهنتون د رئېس محترم دوکتور اُسامه عزیز صاحب، د پولي تخنیک پوهنتون رئېس محترم مولوي محمد موسی فاروق صاحب، د یاد پوهنتونو له رهبرۍ او دغه راز د یادو پوهنتونو د بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د کندهار پوهنتون اداري کارکوونکو د یادو پوهنتونو له رهبرۍ سره ناستي وکړې، د ناستو پر مهال د یادو پوهنتونو مسئولانو د خپلو پوهنتونو د بنسټو، جوړښت، اداري سیسټم، علمي پروګرامو او پرمختګو په اړه تفصیلي معلومات ور ته وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده، چي دا علمي سېر به څو ورځي دوام وکړي، چي په ترڅ کي به د کندهار پوهنتون آمران او اداري کارکوونکي د هيواد له بېلابېلو پوهنتونو، بنسټو او اسلامي او تاریخي ځایو څخه لیدنه وکړي.

نېټه: ١٤٤٧/٢/١١
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت