د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره وليدل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۹:۳۷
/

د ۱۴۰۱ل.کال د زمري د مياشتي پر لومړۍ نېټه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، چي مشري ئې مولوی اسد الله فريد کول د کندهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره د يوې غونډي په ترڅ کي وليدل.په دې غونډه کي د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي هر يو مولوی اسد الله فريد د لوړو زده کړو وزارت د خاص مؤظف هئيت مشر، مولوی احمد تقي د لوړو زده کړو وزارت وياند، دوکتور حميد الله مزمل په لوړو زده کړو وزارت کي د تاليف او ترجمې د رياست رئېس، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده راغلي پلاوي ته ښه راغلاست او هر کلی ووايه او د پوهنتون سره ئې د ستوزو په حل کي د مرستي او همکارۍ غوښتنه وکړه.د لوړو زده کړو وزارت د خاص مؤظف هئيت مشر مولوی اسد الله فريد په خپلو خبرو کي وويل، ډېر د خوشحالۍ ځای دئ، چي يو ځل بيا په يو اکاډميک او تعليمي مرکز کي سره راټول يو او بل دا چي تعليم او تحصيل د يو هيواد په آبادۍ کي مهم او ارزښتناکه رول لري.نوموړي وويل، نظام د تعلیمي او تحصيلي بنسټونو تقويې ته ژمن دئ، نو راسئ، چي د دې هيواد ځوان نسل د تعليم او تحصيل په ګاڼه سمبال کړو او په دې برخه کي خپله ژمنتيا ثابته کړو.د پوهنتون څو تنو استادانو د اداري تشکيل د کمښت او تنقيص، د استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو د معاشاتو د کموالي، په کانکور کي تر ظرفيت د لوړ او ډيرو محصلانو د معرفي کولو، د استادانو د تبديلي، د شپې پوهنځی د اوږدې دورې او د لوړ فيس د راکمولو، د تحصيل نظام د جوړوني په موخه د اُصول او قوانينو د جوړولو او تطبيق، په پوهنتون کي د مسجد د جوړولو، د نړۍوالو ژورنالونو د پېل، د بوديجې د نشتوالي له امله په خارجي پوهنتونونو کي د کندهار پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا د محصلانو د ستونزو په اړه خپل وړانديزونه راغلي پلاوي ته وړاندي کړل او په دې برخو کي د وزارت مقام د ځانګړي او جدي پاملرني غوښتنه وکړه.د غونډي په پای مولوی صاحب د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چي د پوهنتون اړوند ټولو ستونزو ته به امکاناتو ته په کتو رسيدګي وسي.وروسته غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسيده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS