د کندهار پوهنتون خبرتيا

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۲۵
/

د لوړو زده کړو وزارت د عامي روغتيا وزارت په همکاري د هيواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کي د کرونا واکسین د تطبيق پروسه پيل کړې ده.نو د لوړو زده کړو وزرات د خپرې سوي اعلامیې پر اساس، کندهار پوهنتون په کندهار ولايت کي د دې پوهنتون ټولو استادانو ،کارمندانو او محصلان ته خبر ورکوي، چي د ۱۴۰۰ل.کال د زمري د مياشتي پر (۶)نېټه د کرونا وايرس څخه د مخنيوي په خاطر د واکسین کېدلو له پاره د کندهار پوهنتون په فعلي کمپس کي د شرعياتو پوهنځی تدريسي بلاک او طبي کمپس ته سهار  پر ۹:۰۰ بجې ته تشريف راوړي او ځانونه واکسين کړي.دیادوني وړ ده، چي د محصلانو له پاره د پوهنتون په عمومي دروازه کي دواکسین ځای ټاکل سوی دﺉ او همدارنګه کوم وخت چي تدريس پېل سي ټول محصلان بايد ټولګيو ته د راتګ پر مهال د واکسين کارتونه له ځان سره ولري، پرته له هغه و ټولګۍ ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي.

په درنښت

د کندهار پوهنتون اداره

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS