د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه دايره سوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۵:۱۹
a

د (۱۴۰۰ل.)کال د چنګاښ د مياشتي پر ۲۳ نېټه د کندهار پوهنتون علمي شورا پريکړه وکړه، چي د کندهار روان امنيتي حالت ته په کتو سره د پوهنتون ټولو استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو او محصلانو دا هوکړه وکړه، چي(۲۴) ساعته په پوهنتون کي حاضر وي، تر څو په بېړني حالت کي وکولای سو، پوهنتون چي ملي شتمني ده او په ډېر زيار او هڅو دې ځای ته را رسېدلی دئ د چور او ورانولو څخه د مخنيوي په موخه خپل ځانونه سپر وګرځوو او هيچا ته دا موقع ور نه کړو، چي د بېړني حالت څخه ناوړ استفاده وکړي.همدارنګه د پوهنتون مشرتابه په جګړه کي د ښکيلو اړخونو څخه هيله لري، چي د پوهنتون ساتني ته خاصه پاملرنه وکړي او هيچا ته اجازه ور نه کړي، چي دا ملي شتمني تخريب او يا چور او چپاول کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS