د ملالۍ د مخدره توکو د مخنیوي ۱۰۰ بستریز روغتون ناروغانو ته د نشه‌يي توکو د زیانو او مخنیوي په اړه معلومات ورکړل سول

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۷
image

 

 

د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د خپلي علمي تجربې د لوړاوي او په ټولنه کي د عامه پوهاوي د خپرولو په موخه؛ په کندهار کي د ملالۍ د مخدره توکو د مخنیوي ۱۰۰ بستریز کلېنیک ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې، محصلانو په ياد روغتون کي په نشه‌يي توکو روږدو بستر ناروغانو ته د نشه‌يي توکو د زیانو، ډولونو او د مخنیوي پر لارو چارو هر اړخيز معلومات وړاندي کړل.

 

محصلانو په خپلو معلوماتو کي د نشه‌يي توکو مشهور ډولونه؛ لکه شیشه، سګرېټ او تاریاک تشریح کړل او د دغو موادو د بدو اغېزو، روغتیایي تاوانو، ټولنیزو ستونزو، د درملني او وقایې پر عملي لارو چارو او همدارنګه د اسلام له نظره د نشه‌يي توکو د حرمت په اړه خپل معلومات وړاندي کړل.

د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي د پنځم ټولګي محصلان وايي؛ د دې پروګرام اساسي موخه دا ده، چي روږد کسان پوه کړل سي، هغوی د درملني وروسته د سالم ژوند لاري ته وهڅول سي او د ټولني په کچه د نشه‌يي توکو د کاروني پر وړاندي ئې ذهن منفي پیاوړی سي.

 

په وروستیو کي د ملالۍ روغتون مسئولانو او ډاکټرانو د کندهار پوهنتون، په ځانګړي ډول د فارمیسي پوهنځي د استادانو او محصلانو څخه مننه وکړه، چي روغتون ته راغلل او د نشه‌يي توکو د زیانو په اړه ئې مهم او ګټور معلومات وړاندي کړل. دوی د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي د محصلانو هڅي وستایلې او د دا ډول نورو علمي او عامه پوهاوي پروګرامونو غوښتنه وکړه.

 

د یادوني وړ ده، چي د ملالۍ روغتون د کندهار ښار له مهمو روغتیایي دولتي مرکزو څخه شمېرل کېږي، چي د نشه‌يي توکو د درملني او د روږدو کسانو د بسترېدو بېلابېل خدمتونه وړاندي کوي.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۷