د اډاب اډېشن پروګرام د زده کړي یو میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵
image

د اډاب اډېشن پروګرام د زده کړي یو میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي اړوند د رسنيو عملیاتي مرکز په آمريت کښي، د ياد پوهنځي د اول ټولګي (۶۲) محصلانو ته، د رسنیو د عملیاتي مرکز د راډيو تخنيک عمومي مدیر عتيق الله عادل د اډاب اډېشن پروګرام د زده کړي ورکشاپ پای ته ورساوه.

په یاد ورکشاپ کي محصلانو ته د یوې مياشتي په موده کښي، په عملي توګه سره د اډاب اډېشن پروګرام ور وپېژندل سو، د ږغ په ايډيټ کولو ئې پوه کړل سول، په محصلانو باندي ئې په عملي ډول ږغونه ثبت او په هغوی ئې ايډيټ کړل، محصلانو ته د ږغ ښکلا، د زیاتو ږغو یو ځای کول، د ږغ پرېکول (کټینګ)، سیګنالونه، ږغیږ افيکټونه او د راډیويي خبر د ثبت په برخه کي عملي زده کړي ورکړل سوې  .
همدارنګه په ثبت سټوډيو کښي په ټولو محصلانو ږغونه ثبت سول او په دې پوه کړل سول، چي په اډاب اډيشن پروګرام کښي ږغ څنګه ثبتیږي، څنګه ایډيټ کیږي او تر ایډیټ وروسته بیا د خپرونو ليکړ (پلې ليسټ) ته څنګه ور اضافه کیږي او نشریږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۷