د افغان تُرک عالي لیسې او ځوان استعداد اکاډيمۍ زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۵
image

د افغان تُرک عالي لیسې او ځوان استعداد اکاډيمۍ زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

په کندهار کي د افغان تُرک عالي لیسې ۲۴ زده کوونکو او ځوان استعداد اکاډيمي ۴۶ زده کوونکو، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون، د انجينري پوهنځي اړوند د مطالعې پارک، د هوا پېژندني مرکز، اقتصاد پوهنځي، ورزشي کلب، عمومي لابراتوار او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم ئې په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د ليدني په پيل کي د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمر محترم نذير احمد قادري لومړی ټولو زده کوونکو ته، ښه راغلاست ووايه، ورپسې ئې د کندهار پوهنتون پېژندني سیمینار ورته وړاندي کړ، چي پکښي ئې د کندهار پوهنتون تاريخچه، پوهنځي، آمریتونه، د ماسټرۍ برنامې او نور د کندهار پوهنتون د علمي او خدماتي مرکزو په اړه معلومات پکښې ول. وروسته ئې د علامه حبیبي کتابتون د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل، ورپسې ئې زده کوونکو ته د ژوند په نورو برخو کښي نېکي او ښې لار ښووني وکړې او زده کوونکي ئې مطالعې کولو ته تشویق کړل.

په وروستیو کښي، راغلو زده کوونکو ته، د کندهار پوهنتون عمومي لابراتوار هم  ور وښوول سو او هم په ياد لابراتوار کي علمي تجریبې ورته وسوې. زده کوونکو د کندهار پوهنتون د مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوى ښه هرکلى ئې وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۴