علمي سېر

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲
image

د کندهار پوهنتون اداري کارکوونکو د خپل علمي سېر پر مهال د مرحوم لوی ملا صاحب رحمه‌الله د مقبرې او د زابل لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه

د کندهار پوهنتون آمرانو او اداري کارکوونکو، د دعوت او ارشاد د محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب په مشري، خپل څو ورځنی علمي سېر په دې موخه رسماً پېل کړ، چي علمي او اداري ظرفیتونه لوړ او د هیواد له بېلابېلو پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو سره تجربې تبادله کړي.

د یاد علمي سېر د لومړۍ ورځي په ترڅ کي، لومړی د مرحوم لوی ملا صاحب رحمه‌الله د مقبرې څخه لیدنه وسوه؛ هلته د مرحوم لوی ملا صاحب رحمه‌‌الله، د روح د خوښۍ له پاره دؤعا وسوه او د هغه د ژوند، دعوتي مبارزې او تاریخي لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي سول.

ورپسې، د زابل لوړو زده کړو مؤسسې ته ولاړل؛ هلته ئې د یادي مؤسسې له رهبرۍ سره ناسته وسوه، د ناستي پر مهال، د یادي مؤسسې مسئولانو د زابل لوړو زده کړو مؤسسې د بنسټ، جوړښت، اداري سیسټم، علمي پروګرامو او پرمختګو په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده، چي دا علمي سېر به څو ورځي دوام وکړي، چي په ترڅ کي به د کندهار پوهنتون آمران او اداري کارکوونکي د هيواد له بېلابېلو پوهنتونو، بنسټونو او اسلامي، تاریخي ځایو څخه لیدنه وکړي.
نېټه: ١٤٤٧/٢/١٠
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت