د محصلانو د روح او روان له پاره، د اسلامي لارښوونو په نامه سیمينار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د رواني کلینیک عمومي مدیریت، د د محصلانو د روح او روان له پاره، د اسلامي لارښوونو په نامه سیمينار د شرعیاتو پوهنځي د استاد ن. پوهنیار مولوي صاحب امان الله په همکارۍ وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د بېلابېلو پوهنځیو محصلان حاضر ول.
یاد سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سو، ورپسې ښاغلي مولوي صاحب ګډونوالو ته د مسلمانانو د روح او روان له پاره د نفس تزکیې د ارزښت، موخو او لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
هغه په خپلو څرګندونو کي وویل: د مسلمانانو د روح او روان له پاره تر ټولو غوره درملنه د نفس تزکیه ده، چي د نفس اصلاح د مسلمان د بریالي ژوند بنسټیزه لاره ده او قرآن کریم او نبوي حدیث هم د نفس تزکیې له پاره مسلمانو ته ډېري لارښووني کړي دي.
همداراز ښاغلي مولوي صاحب محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي د رواني ثبات، سالم فکر او مثبته شخصیت جوړوني له پاره باید له اسلامي لارښوونو، ذکر، توبې، اخلاص او صبر څخه کار واخلو؛ ترڅو وکولای سو، چي ېو آرام ژوند وکړو.
په پای کي، د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وويل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۵