د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د لا ښه پلي کېدو په موخه د کندهار پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته بیان وسو

د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت، د پوهنتون په مسجد کي، ټولو اداري کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د عملي کولو په موخه غونډه جوړه کړه، چي پکښي د پوهنتون قدرمنه رهبري او اداري کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کي د دعوت او ارشاد آمريت آمر محترم مولوي صاحب فضل احمد فضلي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د امیر اطاعت، د نبوي سنتو پیروي او د شریعت د قوانینو مطابق د ژوند کولو ارزښت بیان کړ؛ ښاغلي فضلي زیاته کړه، چي مسلمانان مکلف دي، چي خپل ژوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق جوړ کړي؛
ورپسې، د پوهنتون قدرمن رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب خپله وینا وکړه؛ هغه خوښي وښودله، چي په ياده غونډه کي ئې ونډه اخیستې، وروسته ئې د خپلي وینا پر مهال زياته کړه؛ کفارو له فزیکي ماتي وروسته هر وخت پر افغانانو فکري یرغل کړی، چي فکري یرغل تر فزيکي جنګ څخه ډېر تاوان کړی؛ ولي اوس په کار ده، چي د فکري يرغل پر وړاندي بیداره و اوسو او خپل ژوند د اسلامي ارزښتو مطابق وکړو.
همداراز شېخ صاحب د پوهنتون ټول کارکوونکي خپل وروڼه یاد کړل او زیاته ئې کړه، چي په پوهنتون کي باید ټول، د اخلاص، صداقت او ژمنتیا له مخه خدمت وکړي او پوهنتون خپل کور وبولي؛ شېخ صاحب په پای کي ټولو اداري کارمندانو ته، په ځینو برخو کي اړيني سپارښتني هم وکړې.
په وروستیو کي، د کارکوونکو چارو آمر مولوي صاحب ګل احمد هاشمي او د اداري چارو مرستیال انجينېر اکرام الله صهيب صاحب هم ویناوي وکړې؛ هغوی کارمندانو ته سپارښتنه وکړه، چي ځانونه لا نور پر سنتو برابر کړي او هغه ټول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون مراعت کړي، چي عاليقدر امیر المؤمنین حفظهالله صادر کړی.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۴/۱/۳۰