د تجارتي منازعاتو د حل او فصل سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۳
image

 

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت د حقوقي کلینیک عمومي مدیریت، د شرعياتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو ته د "تجارتي منازعاتو د حل او فصل" ېو ورځنی سیمینار وړاندي کړ.

د سیمینارپه پېل کي د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمر، مولوي محمد معصوم زاهد د منازعاتو د حل اهمیت ته اشاره وکړه؛ هغه وویل: د منازعاتو حل او فصل هغه بهیر دئ، چي د اختلافاتو او شخړو د حل له پاره کارول کېږي؛ څو ټولنیز عدالت تأمین او تجارتي چاري آسانه سي.

وروسته، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد، نوماند پوهنیار امیر جان الهام سیمینار پېل کړ او د تجارتي منازعاتو د حل پر بېلابېلو تګلارو ئې تفصيلي بحث وکړ؛ هغه د منازعاتو د حل غیر قضايي (Alternative Dispute Resolution – ADR) او قضايي لارو چارو ته اشاره وکړه، چي پکښي منځګړیتوب، پخلاینه، داوطلبانه حکم او رسمي محکمه شامله ده.

د سیمینار په پای کي د محصلانو پوښتنو ته ئې مفصل جوابونه وويل او سيمينار په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۱۰