د درملو جامد شکلونه؛ د فارميسي پوهنځي د محصل لیکل سوی علمي آثر

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۷:۱۸
image



د کندهار پوهنتون د فارميسي پوهنځي د څلرم ټولګي محصل، عطاء الرحمن آرین، د "د درملو هغه جامد شکلونه، چي د خولې له لاري کارولکیږي" (Oral Solid Dosage Forms) په نامه؛ اثر تاليف کړى.

د فارميسي پوهنځي محصل، عطاء الرحمن آرین د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمريت سره د مرکې پر مهال وويل: دا کتاب، چي ۱۶۱ مخه دئ، پر څلورو برخو ویشل سوی دئ: په لومړۍ برخه کي د پوډرو، ګرانولونو او د درملیزو شکلونو د چمتو کولو لاري چاري تشریح سوي؛ په دوهمه برخه کي د ګوليو (ټابليټو) ډولونه، د هغو جوړښت، ګټي او زیانونه، د ټابلیټ جوړولو فورمولېشن او اړوند مواد او وسایل راغلي دي؛ په درېیمه برخه کې د سختو او نرمو کېپسولو جوړولو د تخنیکو، د کېپسولو د جوړولو د موادو او د ډکولو د ماشینو په اړه تفصیلي معلومات وړاندي سوي دي او په څلورمه برخه کي د ګولیو د پوښولو ډولونه، د ګولیو د پوښولو وسایل او د استعمالیدونکو پولیمیرونو ځانګړتیاوي تشریح سوي دي او هم د کتاب لوستونکو ته سبارښته سوې، چي د فارمسیوتیکس او د درمل جوړوني اساسي مفاهیم او تخنیکونه په واضحه توګه زده کړي؛ په ځانګړې توګه نوي محصلان.

ښاغلى آرین دا آثر نه ېوازي د فارميسي پوهنځي د محصلانو له پاره ېو مهم تدریسي او مسلکي اثر بولي؛ بلکي د ملي ژبو په مرسته د علمي سرچينو د بډایني له پاره ئې هم ېوه ارزښت لرونکې هڅه ګڼي؛ همداراز د کندهار پوهنتون رهبري په ځانګړې توګه، د فارمیسي پوهنځي استادان د دې مغتنم آثر د چاپ مبارکي د فارميسي پوهنځي محصل، عطاء الرحمن آرین ته وايي او د ستر څښتن جل جلاله له دربار څخه ور ته اوږد او مثمر عمر غواړي.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۲۹