د کندهار پوهنتون لوړ رتبه پلاوي د خپل درې ورځي سفر راپور د هلمند والي ته وړاندي کړ

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۲
hel

د کندهار پوهنتون لوړ رتبه پلاوي، چي مشري ئې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي کوله؛ د خپل درې ورځي سفر راپور د هلمند والي ته وړاندي کړ.

د راپور د وړاندي کولو پر مهال، د کندهار پوهنتون لوړ رتبه پلاوي والي صاحب ته وویل: چي د ځينو اکاډيميکو چارو ترڅنګ مو د درو ورځو پر مهال، د د هلمند ولايت د امارتي او شخصي پوهنتونو او لوړو زدکړو مؤسسو له رهبرۍ، استادانو او محصلانو سره ولیدل؛ همداراز په هلمند پوهنتون، بست پوهنتون او اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسو کښي، مو ټولو استادانو او اداري کارمندانو ته، د کیفیت د تضمین د ېوولسو معیارو د پوهاوي او د یادو معیارو د تطبیق او ارزوني د پېژندني سیمینارونه وړاندي کړل؛ محصلانو ته مو د امارت پاليسۍ او تګلاري بيان کړې؛ هغوى مو ېوالي او اتحاد ته راوبلل او همداراز مو په ځينو نورو برخو کښي، علمي تجریبې ورسره شریکي کړې.

د هلمند والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن "مسلم" کندوزي، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ علمي فعالیتونه وستایل او زیاته ئې کړه، چي د ېو هیواد تر ټولو ښه روزنیز مرکزونه پوهنتونونه او علمي مراکز دي، چي استعدادونه روزي او هغوی دې ته چمتو کوي، چي د هیواد له پاره کار وکړي. هغه د دوی له راتګه مننه وکړه او هلمند پوهنتون رهبرۍ او د کندهار پوهنتون لوړ رتبه هيئت ته ئې ېو وار بيا د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.