د کیفیت د تضمین د ېوولسو معیارو د پوهاوي او د یادو معیارو د تطبیق او ارزوني د پېژندني سیمینار دائر سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۹:۵۱
kdru

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي، د بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت، اداري کارکوونکو ته د کیفیت د تضمین د ېوولسو معیارو د پوهاوي او د یادو معیارو د تطبیق او ارزوني د پېژندني ورکشاپ دائر کړ.

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد په دولتي او شخصي پوهنتونو کښي د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروسه د پوهنتونو د غښتلتیا او لا ګړنديتوب له پاره ډېره مهمه وبلله او زياته ئې کړه، چي د یادي پروسې نظارت او څارنه لا هم نور شفافیت ته لاره هواره یي، او هم مسئولان خپلو مسئولیتو ته متوجې کوي.

وروسته ښاغلي زاهد د کیفیت د تضمین ېوولس معیارونه (رسالت او ستراتيژي، په ټولنه کښي د پوهنتونو رول، حکومتولي او رهبري، مالي او اداري سرچينې، علمي پروګرامونه، څېړنه، استادان او پوهنځي غړي، د محصلانو تجربې، د کیفیت تضمين او ارتقا، کتابتون او معلوماتي سرچينې، تدریس او معلوماتي ټېکنالوژي او تفريحي امکانات) تشریح او معلومات وړاندي کړل، چي په خبره ئې دا هغه معيارونه دي، چي پوهنتونونه خپلو ټاکلو هدفو ته پر رسېدلای سي.

د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او وروسته سیمینار په دؤعا سره پاى ته ورسېد.