د (د طبابت اخلاق) په نوم علمي سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۵۵
Medical

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په کادري روغتون کښي، د یاد روغتون رئېس ډاکټر احمد شاه عمر د طبابت اخلاق په نامه علمي سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د کادري روغتون ټول کارمندان حاضر ول.

یاد سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي، د کادري روغتون رئېس ډاکټر احمد شاه عمر د طبابت اخلاق اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي، د اخلاقو پر تعریف، د طبي اخلاقو پر پېژندنه، د طبي پوهانو پر سپارښتنو، د اخلاقو پر ګټو او نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث او خبري سوي وې.

ښاغلي عمر کارمندانو او خدماتي کارمندانو ته وویل: خپل مسئولیتونه امانت وبولئ او دغه امانت د توان تر کچي پوري ښه ترسره کړئ؛ تر څو الله جل‌جلاله، رسول‌الله ﷺ او آمران درڅخه راضي سي. وروسته سیمینار د دوعا په ویلو پای ته ورسېد.

د معلوماتی ټیکنالوجی آمریت

نېته: ۱۴۰۳/۴/۲۴