د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۳۰
/

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى علمي مرستيال، پوهنيار دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزى د علمي شورا د غونډو په تالار کښي د رهبرۍ غړو، د بېلابېلو پوهنځیو رئېسانو، اداري کارمندانو او استادانو ته ور معرفي کړ.

د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم وویل: په ادارو کي بدلونونه په دې موخه راځي؛ تر څو کارو ته لا پرمختګ ورکړل سي؛ خو دا په دې معنی نه ده، چي خدای مه کړه مخکنی مسئول ئې وړتیا نه لري؛ ولي دا د مشرانو امر دئ.

م..اکرم شاه عاصم د علمي چارو د مخکني مرستیال پوهنیار عبدالخالق جوپان کارونه وستايل؛ هغه ئې ېو نه ستړى کېدونکى مرستیال وباله؛ د هغه د صداقت او اخلاص او د شپې او ورځي د کارو ستاينه ئې وکړه او زياته ئې کړه، چي هغه یو غوره او بریالی معاونیت وکړ.

وروسته د علمي چارو مخکني مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د مشرانو د امر پر اطاعت کولو هر اړخيزه وينا وکړه، نويو مرستيالانو ته ئې ښه راغلاست ووايه او د لوړو زده کړو وزارت د مسئولانو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي ده ته ئې دا دروند مسئوليت سپارلى وو؛ هغه د خپل څوارلس مياشتني ماموريت په جريان کښي د کيفيت د لوړاوي په پروسه کښي د افغانستان په ټولو پوهنتونو کښي د کندهار پوهنتون د لوړي نؤمرې ترلاسه کول، د CHEA- CIQG APQN, او د HLU د غړيتوب ساتل او په ځينو کښي د غړېتوب اخيستل؛ د ېوه شخصي شرکت څخه د نړۍوال معتبر آى ايس ايس اېن درلودونکي ژورنال، چي د کلونو راهيسي د طب په برخه کښي نړۍوالي څېړني خپروي، و کندهار پوهنتون ته د را اړولو په برخه کښي د ٩٠سلنه کار بشپړېدل، د ملي حتى نړۍوال کنفرانس له پاره پر موضوع او د هغې پر محورو باندي کار کول؛ د کندهار پوهنتون د دوو معتبرو ملي ژورنالو د جوازو ترلاسه کول؛ د طب پوهنځي په پوهنتون د بدلولو د ځينو چارو ترسره کول؛ د APQN يا Asian Pacific Quality Network په نړۍوال کنفرانس کښي د خپلي مقالې او د کيفيت د لوړاوي د آمر پوهنيار عبدالاحد زاهد د مقالې تائيدل؛ د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ادبياتو په برخه کښي د ماسټرۍ د ځينو چارو پېلېدل؛ د خپلو لاسته راړولو ځيني نمونې يادي کړې او د نوي علمي مرستيال ښاغلي مشک عالمزي څخه ئې په يادو لاسته راوړنو کښي د پاتو کارو د ترسره کولو غوښته وکړه او له خپله اړخه ئې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ؛

په وروستیو کښي، مسئولانو نوى مرستیال خپل معاونيت ته ور وپېژند او په چارو کښي ئې د بریالیتوب دؤعا ورته وکړه.