د کندهار عزیزي بانک څانګي ته د محصلانو علمي سېر

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۲:۲۹
/

د یکشنبې په ورځ سهار، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلانو، د اقتصاد پوهنځي د رئېس پوهنیار عبدالله زیارمل سره ېو ځای، د عزیزی بانک څخه لیدنه وکړه.

 

د لیدني پر مهال د عزیزي بانک مسئولانو ور رغلو محصلانو ته د ټولو فعالیتو، خدماتو، حسابو او ټولو اړوندو چارو په اړه معلومات ورکړل، او دغه راز د یاد بانک مسئولانو وویل: په راتلونکې اونۍ کښي به، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته ځي او هلته به د اقتصاد پوهنځي د څلرم ټولګي محصلانو ته د عزیزي بانک د کړنو په اړه ېو مفصل معلوماتي پرېزينټېشن وړاندي کوي.

 

همداراز داقتصاد پوهنځي رئېس پوهنیار عبدالله زیارمل د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي اړیني وبللې او په خپلو خبرو کښي ئې علمي سېر د درس د لاښه پوهېدلو له پاره ېو له خورا مهمو مېتودونو څخه یاد کړ، هغه وویل: په راتلونکي کښي هم پلان لري، چي د خپلو محصلانو د عملي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه آسانتیاوي رامنځ ته کړي.

دوشنبه: ۱۴۴۵/۵/۱۴

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت