د روزګان د لوړو زده کړو مؤسسې پلاوي د کندهار پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل
د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د روزګان د لوړو زده کړو مؤسسې مسئولانو د همږغۍ او ګډ کار کولو په موخه د کندهار پوهنتون د رهبرۍ سره ولیدل.
په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو پېله سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم، د روزګان د لوړو زده کړو مؤسسې مسئولانو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د پوهنتونو او علمي مرکزو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي کندهار پوهنتون په سُهېل لوېديځ زون کښي د ټولو دولتي او شخصي پوهنتونو سره مرسته او همکاري خپل مسئولیت او مکلفیت ګڼي او په یاده برخه کي په پوره اخلاص او ژمنتیا سره عمل کوي.
ورپسې، د روزګان د لوړو زده کړو مؤسسې مسئولانو ځيني ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه، چي په ېوه پرېزينټېشن کښې ليکلي وې؛ وړاندي کړې، او په علمي او تدریسي برخو کښي ئې د ګډي همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د ناستي په وروستیو کښي د کندهار پوهنتون رهبرۍ د روزګان د لوړو زده کړو مؤسسې مسئولانو ته د کيفيت تضمين، څېړنو، د استادانو ظرفیت لوړولو او په نورو علمي او تدریسي برخو کښي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته ناسته، د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده