د (روښانه راتلونکى) علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري
د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نامه د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري.
ياده لړۍ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز، محصلانو چارو د انسجام آمريت او کندهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې په نوښت؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي په همکاري وړاندي کيږي، چي د (١۴۴۵ل.) کال د ربیع الاول د مياشتي پر (۲۶مه) د چهارشنبې په ورځ ئې د سهار څلورم (پرله پسې نهه پنځوسم) معلوماتي سيمينار وړاندي سو.
ښاغلي محمدي (ټول پام وخپل رب ته که!) په نامه سيمينار وړاندي کړ؛ هغه د یوه کس کیسه وړاندي کړه، چي تل ئې د نورو په عیبونو پیسي کتل او او بلآخره هغه ته د یو امام له لوري لارښوونه کیږي او هغه خپل پام رب ته کوي.
د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.
د يادوني وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ پر (١٠:٣٠) بجې او پنجشنبې په ورځ د ماپښين پر (٠٢:٣٠) بجې بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.