د پنځم بست کارکوونکو ته د کیفیت د تضمين په اړه د پوهاوي دوه ورځنى ورکشاپ پای ته ورسېد
د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمين د آمر پوهنیار عبدالحد ذاهد د پنځم بست کارکوونکو ته د کیفیت د تضمين پېل کړى، دوه ورځنى د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد، چي پر مهال ئې د پنځم بست ټولو کارکوونکو ګډون درلود.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت ویلو پېل سو؛ په سر کي د کندهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنیار عبدالحد ذاهد د کیفیت د تضمين پر پېژندني بحث وکړ، وروسته ئې په پوهنتون کښي د کیفیت د تضمين پر رول، د پوهنتون د عمومي تشکیل پېژندنه، د پنځم بست کارکوونکو رول او مسئولیتونه په کیفیت تضمين کښي، او د تضمین کیفیت ېوولس ګوني معیارونه تشریح او خبري پر وکړې.
د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او وروسته ورکشاپ په دؤعا سره پاى ته ورسېد.