څه کم ۱۲ سوو نوو محصلانو ته د پوهنتون پېژندني دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پای ته ورسېد

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۱:۱۳
/

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د پوهنتون د پېژندني په نامه دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پای ته ورسېد، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر م. معصوم ذاهد، د محصلانو چارو آمر رحمت الله ريښتن او سلونو نوو محصلانو ګډون درلود.

 

په همدي موخه په جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت ویلو شروع سوه، په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم وویل: انسان په علم او ادب سره د کمال او شخصیت لوړ پوړ ته رسېدلای سي؛ نو له همدې کبله نوو محصلانو ته په کار ده، چي د پوهي، کمال او ادب په لاس ته راوړلو کښي هڅي وکړي؛ د خپل علم او کمال په مټ نورو ته ګټه ورسوي او د خپل اولس دردونو ته دوا سي.

ښاغلي عاصم محصلانو ته په خطاب کي وویل: تاسي ته په کار ده، چي د قرآنکریم او نبوي لارښوونو سره سم خپلي چاري سرته ورسوئ؛ تر څو په دؤنیا (دنيا) او آخرت کي سرلوړي سى.

ورپسې د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین او د علامه حبیبي کتابتون عمومي مدیر: نوراحمد قران مل نوو محصلانو ته د پوهنتون پېژندني په نامه په ياد سيمینار کښي د پوهنتون د اصولو او مقرراتو، د نوو محصلانو د دندو او مسئولیتو په اړه معلومات وړاندي کړل.

وروسته یاد دوه ورځنی سيمینار په دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.