پوهنیار شمس الله شمس د علمي مجلو آمر وټاکل سو
د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علمي مجلو آمریت له پاره، پوهنیار شمس الله شمس نوی آمر وټاکل سو، چي د معرفت په یادو مراسمو کښي، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي، د بېلابېلو پوهنځیو رئېسانو، اداري کارمندانو او اُستادانو ګډون درلود.
د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د علمي مجلو نوي آمر پوهنیار شمس الله شمس ته د دندې مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي ئې وويل، چي ښاغلى شمس په ياده برخه کښي په کار پوه او د زیاتي تجربې خاوند دئ.
علمي مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان په خپلو خبرو کي ئې هغه ته په چارو کي د بریا او د پوهنتون د رهبرۍ د هر راز همکارۍ ډاډ وکړ.
په وروستیو کي ټولو کارمندانو ښاغلي پوهنيار شمس ته په چارو کي د بریالیتوب دؤعا وکړه.