د مالي او اداري چارو د اداري شورا ناسته دائره سوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۰:۳۰
/

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني په مشرۍ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د اداري شورا ناسته جوړه سوه، چي پر مهال ئې د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي، د پوهنځيو رئېسانو، د ځینو آمریتو آمرانو او اداري کارمندانو ګډون کړی درلود.

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیله سوه؛ په پیل کي د اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاـ ني د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه، او وروسته ئې د تېري اداري شورا د پرېکړو د تر سره سوو اجراءاتو د راپور تر څنګ، په پوهنتون کښي د رغنیزو چارو، ښکلا او زرغونتیا په برخه کي د روانو کارونو په اړه د شورا ګډون والو ته معلومات ورکړل.

د اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاـ ني د خپلو په وروستیو کي د کارمندانو د اضافه کارۍ، د تدارکاتو او قردادونو اړوند د سوو کړونو او د ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هراړخیز بحث او خبري وکړلې او هم ئې په اړه لازمي پرېکړي وسولې.

په ورستیو کښي د ځینو پوهنځیو رئېسانو او آمريتونو مسؤلينو هم خپلي ستونزي د مالي او اداري چارو د مرستيال سره شريکي کړې، چي ورته د همکارۍ ډاډ ورکول سو، چي وروسته د اداري شورا غونډه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.