د کندهار پوهنتون د ۷ خالي بستونو له پاره تقریري آزموینه واخیستله سوه

د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د اوومو او اتمو خدماتي خالي بستو له پاره، د لسونو کاندیدانو څخه تقریري آزموینه واخیستله سوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د بشري منابع آمر م. ګل احمد هاشمي، د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د کندهار ولایت مقام او اداري اصلاحاتو ریاست استازو ګډون درلود.
د کندهار پوهنتون د بشري منابع آمر م. ګل احمد هاشمي وویل: کندهار پوهنتون کښي یادو بستونو ته په لسونو کسانو نوملیکنه کړې وه، چي پر شرائطو برابر کسان نننۍ آزمویني ته راغوښتل سوي ول؛ تقریري آزموینه ځني واخيستله سوه او د نوري رسمي پروسې تر بشپړولو وروسته به بريالي سوي کسان په يادو بستو کښي پر دنده وګمارل سي.