کندهار پوهنتون د (مونوګراف پر شکلي او ليکني جوړښت) باندي روزنيز ورکشاپ دائر کړ

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۵:۲
/

کندهار پوهنتون د خپلو علمي روزنيزو ورکشاپو په لړ کښي او د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر اساس د (مونوګراف پر شکلي او ليکني جوړښت) باندي اول، پرله پسې اتم روزنيز ورکشاپ دائر کړ؛

ياد روزنيز ورکشاپ د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز او د ښووني او روزني پوهنځي پښتو ژبي او ادبياتو څانګي؛ د پوهنتون نوو مقررو سوو استادانو ته د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته وړاندي کړ؛

د مونوګراف پر شکلي جوړښت، د مسلکي پرمختيايي مرکز مسئول پوهنمل عطاء الله محمدي جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ او د مونوګراف ټولي شکلي برخي: پوښتۍ او  اړوندي برخي، بسم الله، څرګندتيا، تائيد پاڼي، مننليک، لنډيز، فهرست، سريزي او اړوندي برخي، عمومي معلوماتو، اصلي موضوع، پايلي، وړانديزو، ماخذو، په انګرېزي يا عربي لنډيز او پوښتۍ باندي له شکلي اړخ خبري وکړې او هغه ئې و ګډون والو تشريح کړل.

ورپسې د مونوګراف پر ليکني اړخ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد او آمر پوهنمل سيداحمد قانع خبري وکړې او د شکلي جوړښت پر يادو سوو ټولو برخو پر ليکنۍ بڼه ئې، د مونوګراف پر پېژندنه او نورو اړوند برخو ئې مفصل بحث وکړ؛

د مونوګراف پر شکلي او ليکني جوړښت تر پرېزينټېشنو وړاندي کولو وروسته په يادو برخو کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل سول؛ په ځينو برخو کښي عملي کار وسو او ورکشاپ پاى ته ورسېد.

ګډونوالو د دې ډول ورکشاپو او سيمنارو پر دائرېدلو خوښي وښوده او په راتلونکي کښې د ورته نورو ورکشاپو او سيمينارو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS