د کندهار پوهنتون د بشري منابعو د آمريت له پاره نوي آمر په کار پېل وکړ

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۲
/

د کندهار پوهنتون د بشري منابعو د آمريت له پاره نوي آمر مولوي ګل احمد نن يکشنبه د ۱۴۴۴هـ.ق کال د ذی القعده پر اوله د وزارت د رسمي حکم په اساس په کار پېل وکړ. 

د هغه د معرفي کولو په غونډه کي د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقا ــ ني، د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان او بشري منابعو آمريت مدیرانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه، د کندهار پوهنتون د علمي او اداري چارو مرستيالانو نوي آمر ته ښه راغلاست ووايه، او هغه ته ئې په دنده کي د کاميابۍ دؤعاوي وکړې، نوي معرفي سوي آمر مولوي ګل احمد د لوړو زده کړو وزارت د مسئولانو د اعتماد او باور څخه مننه وکړه او وعده ئې وکړه، چي په بشپړ صداقت او ایماندارۍ سره به د خپل آمريت چاري سمبالوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS