کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا د کندهار پوهنتون له مسئولينو سره وليدل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۹:۴۳
/

د ۱۴۰۱ل.کال د زمري د مياشتي پر (۲مه) نېټه د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا د کندهار پوهنتون له مسئولينو سره د يوې غونډي په ترڅ کي وليدل.

په دې ليدنه کي د لوړو زده کړو وزارت د خاص مؤظف هئيت مشر مولوی اسد الله فريد، د لوړو زده کړو وزارت وياند مولوی احمد تقي، په لوړو زده کړو وزارت کي د تاليف او ترجمې رئېس دوکتور حميد الله مزمل، د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده کندهار والي او د وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل الله(ج)او د هغه مبارک رسول(ص) انسان د علم پر زده کړه مکلف کړی دئ، نو د علم د حاصلولو له پاره د تعليمي مرکزونو او پوهنتونونو ايجاد او پالنه لازمه ده، نو په همدې اساس د کندهار پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو وزارت او د کندهار ولايت د دروند والي څخه د پوهنتون د يو لړ ستوزو او مشکلاتو په حل کي د مرستي او همکارۍ غوښتنه کوي.ښاغلي اميرزاده په خپلو خبرو کي د عېنو مېني په کمپس کي د کندهار پوهنتون د غصب سوي مځکي د ستونزي حل، په طبي کمپس کي د غصب سوي مځکي عوض او د کادري روغتون له پاره د درملو د اماده کولو غوښتنه وکړه.د کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځی رئېس پوهنيار نوراحمد مزمل د کندهار پوهنتون د فعاليتونو، لاسته راوړنو او نړۍوالو اړيکو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل.کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا په خپلو خبرو کي د پوهنتون له مسئولينو څخه مننه وکړه، چي په تېره شل کلنه دوره کي ئې هم د دې هيواد د اولاد په روزنه کي زحمتونه ګاللي او د تحولاتو په جريان او جنګي حالاتو کي ئې هم د پوهنتون، چي ملي شتمني ده په مېړانه ساتنه کړې ده، نو د دوی له دې قربانيو څخه بيا هم مننه کوم.ښاغلي وفا وويل د موجوده نظام د بقاء او دوام له پاره په تعليم سمبال او مسلکي کسانو ته اړتيا ليدل کيږي او دا کسانو په پوهنتونونو او نورو تعليم مرکزونو کي پيداکولای سو، تر څو د هيواد په ابادۍ او پرمختګ کي استفاده ورڅخه وکړو.د وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر مولوی اسد الله فريد د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا څخه په دې غونډه کي د ګډون په موخه مننه وکړه او زياته ئې کړه، چي اولس خپل اولادونه د پوهنتون تر دروازو را رسولي دي، نو اوس زموږ مسئوليت دئ، چي د دوی اولادونه د تعليم او تحصيل په ګاڼه ور سمبال کړو او ټولني ته ئې د خدمت په موخه وړاندي کړو، تر څو د دې خواري ټولني د درد دوا سي.ښاغلي فريد وويل افغانان په هيواد کي يوازي د اسلامي نظام غوښتونکي دي، نو په همدې اساس بل هيڅ ډول نظام په دې هيواد کي دوام او پرمختګ نه سي کولای، نو راځئ، چي ا.ا.ا سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړو، تر څو ځانونه په دې نظام کي ووينو او بل د هر هيواد پرمختګ او ابادي د تحصيلاتو سره تړلې ده، نو راسئ د تحصيلاتو د ښه او بهتر والي له پاره په ګډه کار وکړو.

وروسته غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسيده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS